Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پياوړتیا او پراختیا، د پانګونې جذب او د ګډو پروژو پیلولو په موخه درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه‌توب د پاکستان، ایران او چین هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د سرچینې له قوله، په یاده ناسته کې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پارکونو جوړېدو، د اقتصادي زونونو رامنځته کولو، د صادراتو د پروسس د ګډو مرکزونو جوړولو، د درې اړخیزو سوداګریزو نندارتونونو پرانیستلو، په افغانستان کې د لویو او منځینو تشبثاتو د ملاتړ د مرکزونو تاسیسولو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو اسانتیا په څېر د کلیدي موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

عزیزي د پرانیستې په وینا کې ویلي: «د اسلامي امارت پالیسي اقتصادمحوره ده او د بهرنۍ پانګونې د جذب پروګرامونه د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره د همدې پالیسۍ پر بنسټ ترتیب او پلې کوو.»

د ناستې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست د یادو هېوادونو له وزیرانو غوښتي څو د خبرو اترو د ژورتیا او د همکاریو پراختیا په موخه له افغانستانه لیدنه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.