Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو په درېيو ولايتونو کې ۱۸ کسان له ۱۵زره نشهيي ګوليو او ۷۸ کيلوګرامه نشهيي توکو سره نيول شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وایي، هغه هېوادونه دې له افغانستان سره د بدیل کښتونو برخه کې مرسته وکړي چې د کوکنارو کښت او نشهيي توکو تولید له امله اغېزمن شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د نشهيي توکو قاچاق په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۳ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تړاو اووه کسان نيولي دي.
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۵۹ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.
سېمهییز مسوولین وایي، په پکتیا کې ولایت کې له نشهیي توکو ۳۶۰ رغېدلو کسانو او د هغوی د کورنیو ښځینه غړو ته د مسلکي حرفوي زده کړو پروګرام پيل شو.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د اروزګان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د بامیان ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې يې د ۹۰ کلچې خامو چرسو د قاچاق په تور شپږ کسان نيولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن