مزارشریف (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د نشهيي توکو د پلور په تور پنځه کسان نیولي دي.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق وایي، د قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د مزارشریف ښار درېیمې او نهمې امنیتي حوزو مربوطاتو کې د نشهيي توکو پنځه پلورونکي ونیول.
وثیق زیاتوي، له یادو کسانو ۲۲ زره کا ټابلېټونه، ۹ کیلوګرامه چرس، ۱۴ کیلوګرامه تریاک او یوه تومانچه هم ترلاسه شوي دي.
هغه دغه راز وایي چې د نیول شوو کسانو دوسیې به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
وثیق وویل چې د نشهيي توکو د قاچاق، پلور او استعمال پر ضد جدي ګامونه پورته کوي او د دې پدیدې د مخنیوي لپاره به خپلې هلې ځلې لا زیاتې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP