مزارشریف – ترینکوټ (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): امنیتي مسوولین وايي، بلخ کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي او اروزګان کې یې د نشهیي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته ته وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د چورې ولسوالۍ په سرۍ سیمه کې د عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې چې درې زره ۸۶۱ کیلوګرامه ومان او یو شمېر وسایل یې پهکې ترلاسه شوي او له منځه وړل شوي دي.
هغه وویل، له یادې کارخونې سره د تړاو په تور یې درې کسان هم نیولي دي.
هغه وویل، تېره شپه ترینکوټ ښار کې هم پولیسو د ۲۵۰ کیلوګرامه ومان او ۶۰ لېټره تېزابو د قاچاق مخه نیولې ده.
ورته مهال، د بلخ ولایت له امنیه قومانداني په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت په کلدارې ولسوالۍ کې درې کسان چې غوښتل یې یوه اندازه نشهيي توکي اوزبېکستان ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «د بلخ امنیه قومانداني د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو درې قاچاق وړونکي چې له کندهار څخه یې ۱۷ کیلوګرامه شیشه په یوه کرولا ډوله موټر کې بار کړې وه او هڅه یې کوله چې اوزبېکستان ته یې ولېږدوي، کلدار ولسوالۍ کې له یو میل تومانچې سره یوځای ونیول شول.»
مسوولین وايي، د یادو کسانو دوسیې به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP