Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
سیمهییز مسوولین وایي، په پکتیا ولایت کې د هنري چارو د لاغوړېدو په موخه نندارتون جوړ شو او په کې بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د برېښنا شرکت وايي، د افغانستان برېښنا شرکت دوو پروژو د اسیا په کچه د کورنۍ برېښنا پروژو په کلني نندارتون کې نړۍواله جایزه ترلاسه کړه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
چارواکو کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د کرنې پر میکانیزه کولو او د کورنیو تولیداتو پر دودولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات د قطر په شپږ میاشتني نړۍوال نندارتون (اکسپو ۲۰۲۳) کې نندارې ته وړاندې کېږي.
مزارشریف (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له لوري د هنر په نوم د کتاب درې ورځنی نندارتون جوړ شو. د
. . .
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د سترو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ډېر کار کړی، نور هېوادونه دې هم د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او سوداګري دې له سیاست سره نه تړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې او د ملي او نړۍوالو سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د لازمو اړیکو رامنځته کېدو په موخه کابل کې د امام ابوحنیفه د دویم ملي او نړۍوال نندارتونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP