منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۴ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له لوري د هنر په نوم د کتاب درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رییس سکندر میهن‌یار وایي، دغه نندارتون د یاد پوهنځي د استادانو او محصلینو په مرسته جوړ شوی، چې په کې د بېلابېلو مضمونونو ۱۸۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

میهن‌یار د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کتاب لوستلو فرهنګ دودول بولي او زیاتوي چې له دغه نندارتون څخه به د بلخ پوهنتون د ۱۱ بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا اوه زره محصلین برخمن شي.

بلخوا د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلین او نندارچیان وایي چې دغه ډول نندارتونونه ځوانان مطالعې ته هڅوي.

د نندارتون یوه ګډونوال سید حکمت‌الله یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه  نندارتونونه کولای شي ځوانان وهڅوي څو کتاب لوستلو ته مخه کړي.

د دغه نندارتون یو بل ګډونوال فرحت سعید هم وایي، ټولنه له کتاب پرته پرمختګ نشي کولای او زیاتوي چې دغه ډول نندارتونونه مرسته کوي څو ځوانان مطالعې ته وهڅول شي.

سعید زیاتوي، محصلین دې یوازې د درسي کتابونو پر لوستلو اکتفا نه کوي، د بېلابېلو مضمونونو کتابونه دې ولولي.

بلخ کې دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې له دې مخکې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو او ځوانانو د مطالعې فرهنګ له کمرنګه کېدو شکایتونه درلودل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه