د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې يې خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت ۶۰ روغتيايي مرکزونه چې د ۴۸ ډوله طبي او غیرطبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ وو، نن يې ستونزه حل هواره شوه او دغه وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولايت له عمومي زندانه د اتو ښځو په ګډون ۱۲۳ کسان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د چکډيمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې د مېرمنو د فيسټولا ناروغۍ عملیات خونه جوړه شوه.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ۷ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د جلالاباد سیمهيیز روغتون کې يوې مېرمنې په يو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
ستره محکمه وايي، د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري درېيو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست او د دغه ولايت د ډاکټرانو اتحادیې يوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې يې له دې وروسته ډاکټران په خپلو شخصي کتنځايونو کې له ښوونکو فیس نه اخلي.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوي په همکارۍ يې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې ۸۰۰ جریب غصب شوې ځمکه را ګرځولې.