د ننګرهار کرنې رياست مسوولین وايي، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې کې د «موتيا» په نوم د عطري ګلانو د فارمونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د «اتفاق نوین» په نوم یوې نوې خصوصي اېفاېم راډيو په دغه ولایت کې خپلې ازمايښتي خپرونې پیل کړې دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، روان کال يې له مرکز جلالاباد او ځينو ولسواليو څخه ۲۳۲۹ سوالګر راټول او د مرستو لپاره يې ثبت او بایومتریک کړي دي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه ټکني شوي؛ خو مسوولین وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې د نوو سايټونو په جوړولو کار پيل کړی دی.
د ننګرهار ولايت اچین ولسوالۍ کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ د قومي منځګړیتوب له لارې روغه وشوه.
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په څارويو کې د کانګو ناروغۍ د مخنيوي په موخه کمپاين پيل شو.
د ننګرهار ولايت د مرکز جلالاباد ښار په اتمه ناحیه کې د اته ميليون او ۳۰۰ زره افغانيو په لګښت د سړک جوړولو يوه پروژه پيل شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) ورسره د درېیو میاشتو لپاره د اته کانټينره درملو مرسته وکړه.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یې د یوه کس د وژلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، په دوربابا ولسوالۍ کې يې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړې کړې دي.