د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي چې د دې ادارې اړوند د زیتونو فابریکې له لوري د اچارو د پروسس لړۍ پيل شوه چې سږ کال به تر ۳۰ ټنه اچار تولید شي.
ننګرهار کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې نړۍوال صندق د دغه ولایت حوزوي روغتون د مور او ماشوم درملنې له څانګې سره د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتيايي تجهیزاتو او وسايلو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د ننګرهار د عدليې رياست له لوري د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې ۱۵ موټرپلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله تړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه کښتۍ د کونړ سیند اوبو کې چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت وایي، سږ کال د دې ادارې اړوند د زيتونو په حاصلاتو کې درې چنده زياتوالی راغلی او ټاکل شوې چې تر ۱۳۰۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شي.
د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.