د ننګرهار کانال شرکت وایي، سږ کال د دې ادارې اړوند د زيتونو په حاصلاتو کې درې چنده زياتوالی راغلی او ټاکل شوې چې تر ۱۳۰۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شي.
د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو سل کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د ۱،۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوه پرمختللي لابراتوار جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې پاکستان ته د ۲۱۴ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو یې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار کډوالو چارو رياست وايي، که څه هم اوسمهال له پاکستانه د کډوالو راتګ کم شوی خو په عمري لنډمهالي پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول امکانات برابر شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت له ۵۴۰۰ کروندګرو سره د سرې مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې يې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د بېرو مصنوعي ځنګل جوړ کړی چې حاصل ته نږدې شوی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې يې پاکستان ته د لسګونو څارويو د قاچاق مخه نيولې او ورسره په تړاو پنځه کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي قراردادي شرکتونو په ۲۵ ميليونه افغانيو لګښت دوې رغنيزې پروژې پلې کېږي.
کرکټ بورډ د کورني کرکټ د ودې په موخه په ننګرهار ولایت کې د فرسټ کلاس اووم پړاو لوبې پيل کړې.