د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې ټاکل شوې ۳۹۵۰ ټنه ګوړه به ترې تولید شي.
ننګرهار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب د درېيو کورنيو ترمنځ ۶۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په ننګرهار کې د فوټبال فدراسيون له لوري د شپږو ولايتونو ترمنځ د فوټبال د اتلانو جام سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي چې د دې ادارې اړوند د زیتونو فابریکې له لوري د اچارو د پروسس لړۍ پيل شوه چې سږ کال به تر ۳۰ ټنه اچار تولید شي.
ننګرهار کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې نړۍوال صندق د دغه ولایت حوزوي روغتون د مور او ماشوم درملنې له څانګې سره د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتيايي تجهیزاتو او وسايلو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د ننګرهار د عدليې رياست له لوري د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې ۱۵ موټرپلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله تړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه کښتۍ د کونړ سیند اوبو کې چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.