د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تېر کال د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې او له دې ډلې ۱۲ تنو اسلام قبول کړی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتانو ډېر حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې، تر ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.