د ننګرهار ولايت د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي لپاره د ۲۸ ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۰ ميګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په «ختیځ روغتیايي کمپلېکس» کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت یو لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په ننګرهار کې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او په کندهار کې بیا د ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په شېرزادو ولسوالي کې د يوې امنيتي پوستې اشپز د دې پوستې پر کسانو ډزې کړې چې په پایله کې یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په جلالاباد ښار کې د التقوا نړۍوال علمي او څېړنیز کنفرانس د پرانیستې پر مهال وویل چې د علومو ارتقا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم او اغېزناک تمامېدای شي.
ستره محکمه وایي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار برېښنا ریاست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پر ۱۱ زره او ۵۸۵ خپلو هغو پېرودونکو برېښنا پرې کړې چې له دوو د ډېرو میاشتو بېلونه یې نه دي تحويل کړي.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني پای ته ورسېده.
ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک د ۲۰۵ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۵۳ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې، بلخوا بیا د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ننګرهار کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کلینیک لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.