Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني پای ته ورسېده

جلال‌اباد (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رييس حافظ رحمت‌الله غازي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه دښمني نهه کاله مخکې بهسودو ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پرمهال رامنځته شوې وه چې يو کس په کې وژل شوی و او پنځه نور کسان له دواړو اړخونو ټپيان شوي وو.

هغه وویل، په دغه ولايت کې دا ډول ټولې دښمنۍ د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب باندې ختمېږي.

بلخوا، د جرګې يوه ګډونوال او د ننګرهار ولايت قومي مشر ملک جهان‌زېب مومند وويل چې د دغو کورنيو ترمنځ يې له ډېر وخت راهیسې جرګې وکړې او پايله کې يې دواړو خواوو يو بل ته بښنه وکړه.

هغه وويل، د ټولو په شتون کې له ښکېلو خواوو اختيار خطونه واخيستل شول، ترمنځ يې عادلانه پرېکړه وشوه او يو بل ور غاړې وتل.

د دواړو کورنيو په استازيتوب رحم‌دل خان وويل چې دوی ۹ کاله په ډېر کړاو کې ژوند تېر کړی او له دې وروسته به هڅه کوي چې له يو بل سره په ورورۍ کې ژوند وکړي او بیا دا ډول ستونزه رامنځته نه شي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او کوچنۍ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.