Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار برېښنا ریاست پر خپلو زرګونو پېرودونکو برېښنا پرې کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار برېښنا ریاست د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې پر ۱۱ زره او ۵۸۵ خپلو هغو پېرودونکو برېښنا پرې کړې چې له دوو د ډېرو میاشتو بېلونه یې نه دي تحويل کړي.

د ننګرهار د برېښنا د رييس مولوي جان‌محمد انقلابي په مشرۍ د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزو پرې کولو عمومي کمپاین پيل شوی دی.

د برېښنا رييس د دغه کمپاین پر مهال وويل، دوی د هغو پوروړو چې مېترونه يې استوګنيز او يا سوداګریز وي خو چې د پور اندازه يې له ۳۰۰۰ افغانيو پورته وي، لینونه پرې کېږي.

هغه پر پېرودونکو غږ وکړ، تر هغو به برېښنا ور پرې نه ږدي څو یې خپل د برېښنا لګښت بېلونه نه وي تصفیه کړي.

د برېښنا رياست د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۱۱ زره او ۵۸۵ پېرودونکو برېښنا پرې شوې او د هغوی د پور کچه لسګونه ميليونه افغانيو ته رسېږي.

مسوولین وایي، دا چې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي فرمان له مخې، مالي جریمې نه اخیستل کېږي نو خلکو هم سرغړونه پيل کړې خو دوی د سرغړونې لپاره د برېښنا لینونو پرې کولو چاره پيل کړې چې له لارې به يې دغه اداره خپل پورونه راټول کړي.

بلخوا، د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي که له يوې خوا دا چاره ګټوره ګڼي، خو له بل اړخه غوښتنه کوي چې د خلکو روان ناسم اقتصادي وضعيت ته په کتو باید له خلکو سره د پور اداینې  موده کې مراعات وشي.

د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی شعیب‌خان وايي، د قانون پلي کولو لپاره باید همدا ډول اقدامات ترسره شي؛ ځکه که خلک پر وخت بېلونه تحويل نه کړي، نو برېښنا شرکت پوروړی کېږي او ټوله وارداتي برېښنا ورسره قطع کېدای شي.

خو د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې يو اوسېدونکی نور رحمان وايي، خلک اوسمهال له سخت اقتصادي کړاو سره مخ دي، باید د برېښنا بېلونو تحويلولو برخه کې ورته تر درېيو دورو وکتل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.