جلالاباد (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په «ختیځ روغتیايي کمپلېکس» کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت یو لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي اميناللّه شريف نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه «ريفرنس لابراتوار» کې هغه معاینات ترسره کېږي چې له دې مخکې به نورو هېوادونو ته لېږل کېدل.
هغه زیاته کړه چې دغه لابراتوار په «ختيځ روغتيايي کمپلېکس» کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یواېنډيپي) له خوا د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د نوموړي په خبره چې له یادو پیسو شل میلیونه افغانۍ لابراتوار ته د ودانۍ پر جوړولو او پاتې نورې د تجهیزاتو او لوازامو په پېرلو لګول شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي هم وویل، د دغه لابراتوار جوړېدل نه یوازې د ننګرهار، بلکې د ختیځ زون او ټول هېواد لپاره يو مهم او ګټور پرمختګ دی.
هغه زیاته کړه: «دلته به هغه معاينات ترسره کېږي چې له دې وړاندې به هېوادوال د هغو لپاره له هېواده بهر تلل، خو اوس له دغه احتياجه خلاص شوو.»
د ختيځ روغتيايي کمپلېکس د جوړېدو چارې د پخواني حکومت پر مهال پیل شوې وې خو لا یې هم چارې نه دي بشپړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP