ژبه

ننګرهار کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

توسط يوسف ظریفي

اپریل 29, 2025 - 3:07 pm

Views: 199

جلال‌اباد (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴) ستره محکمه وایي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت د ده بالا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.