Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په شېرزادو کې د يوې امنيتي پوستې اشپز پنځو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

جلال‌اباد (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په شېرزادو ولسوالي کې د يوې امنيتي پوستې اشپز د دې پوستې پر کسانو ډزې کړې چې په پایله کې یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي: «نن سهار لس بجې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د پټلو اړوند پوسته کې د یوه اشپز له‌ خوا درې تنه مجاهدین په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپیان شوي دي.»

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اشپز چې پر یادو کسانو یې ډزې کړې، له سیمې د تېښتې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل، د پېښې د څرنګوالي او نورو جزئیاتو په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.