جلالاباد (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولايت د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي لپاره د ۲۸ ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۰ ميګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پيل شوې.
د برېښنا شرکت عمومي رييس ډاکټر عبدالباري عمر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، د دې پروژې پر مټ به نه يوازې د شيخ مصري صنعتي پارک ته برېښنا ورکړل شي، ترڅنګ به يې د جلالاباد ښار ۴۰ زره کورنيو ته هم د برېښنا ورکولو زمينه برابره شي.
هغه زیاته کړه، په تېرو شپږو مياشتو کې د ۹۰۰ ميګاواټه برېښنا پروژې ډيزاين شوې او يوازې روانه مياشت په هېواد کې د برېښنا پنځه لويې پروژې پرانيستل شوې او ډاډ يې ورکړ چې د دې مياشتې تر پايه به د ۲۲ ميليارده افغانيو په مالي لګښت د برېښنا سترې پروژې پيل کړ.
د زولرستان شرکت رييس عبدالقدیر بارکزي وويل، د شيخ مصري صنعتي پارک د ۴۰ ميګاواټه پروژه د ۲۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي چې د برېښنا شرکت، د ترکيې ۷۷ او زولرستان شرکتونو له لوري پلې کېږي.
دی وايي، دغه پروژه پر ۳۵۰ جريب ځمکه جوړيږي او د ۱۶ میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دی وایي، په دې پروژه کې اته ميليونه امريکايي ډالر د برېښنا شرکت ورکوي او ۲۰ ميليونه د زولرستان په نوم يوه داخلي او د ۷۷ په نوم يوه ترکي شرکتونه پانګونه کوي.
د دې پروژې د پرانيستې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی وويل، ننګرهار چې يو ګڼ نفوسه او ګرم ولايت دی، د اوړي په موسم کې يې برېښنا ته ډېره اړتيا وي خو هر کال د سختې ګرمۍ پر مهال د برېښنا پرچاوي ډېره وي چې د برېښنا شرکت بايد دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس سيد عبدالبصير پاچا وويل، ننګرهار په صنعتي برخه کې ډېره وده کړې او ډېرې برېښنا ته اړتيا لري چې دا پروژه دا اړتیا پوره کړي.
د ننګرهار ولايت د صنعت او کانونو خونې رييس تورملنګ شګيوال د دې پروژې د کارونو پيل د شيخ مصري صنعتي پارک د ټولو فابریکو لپاره ګټور ياد کړ او يادونه يې وکړه چې دلته سوداګر او پانګوال له ۳۰ کلونو راهيسې د داسې يوې پروژې د پيل په تمه وو.
دی وايي، ننګرهار د اقلیم او موقعيت له اړخه د صنعت د پرمختګ لپاره مهم ولایت دی خو د برېښنا نشتوالي له امله دلته صنعتي فابریکو ډېر پرمختګ نه دی کړی چې د برېښنا د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزه حل او صنعت به وده وکړي.
د يادولو ده، شيخ مصري صنعتي ښارګوټی شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی چې اوسمهال په کې شاوخوا ۳۰۰ فابریکې فعالې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP