جلالاباد (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کلینیک لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقیبالله رحيمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ادارې په مالي لګښت د راستنېدونکو کډوالو او داخلي بېځايه شوو د روغتيايي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده.
هغه وویل چې د پاپين روغتيايي مرکز دغه يوه پوړیزه ودانۍ پر يونيم جریب ځمکه باندې جوړه شوې او ۲۳۹ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
دی وایي چې یاده ودانۍ ۱۸ خونې، تشنابونه، چاردېوالي او د پاکو اوبو منظم سيسټم لري او دا کلینیک به د هسکې مېنې د پاپین شاوخوا کلیو او بانډو سربېره د پچیراګام ولسوالۍ د درېیو کلیو خلکو ته هم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
يو ځايي اوسېدونکي عبدالودود وایي، پخوا به دوی خپل د ډېرو عادي ناروغيو ناروغان هم نورو سيمو او ښار ته د درملنې لپاره وړل خو وروسته له دې به یې ډېرو ناروغانو درملنه همدلته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP