جلالاباد (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک د ۲۰۵ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۵۳ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې، بلخوا بیا د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست وياند ایازالله حقیار پژواک خبري اژانس ته وويل، د نړۍوال بانک د ۲۰۵ ميليون افغانيو په لګښت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۵۳ پروژې پلې کېږي چې د ۸۵ پروژو چارې يې پيل او نورې به هم په نږدې وختونو کې پيل شي.
دی وایي، د دې پروژو چارې د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ او د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره: «په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي چې د عملي کار په بهیر کې به یې زرګونه کسانو ته د لنډمهال کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي ترې مستقیمه ګټه پورته کړي.»
بلخوا، د سيمې اوسېدونکي د دغو پروژو پيلېدو ته خوښ دي او وايي، شېرزاد ولسوالۍ چې جګړو ځپلې او د بیارغونې برخه کې ورته تر ډېره پاملرنه نه ده شوې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو ډېر ستونزې حل شي.
يوه قومي مشر محمدعمر پژواک ته وويل، شېرزادو یوه لرې پرته ولسوالي ده چې په تېرو شلو کلونو کې ورته د بیارغونې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې او ترڅنګ یې جګړو هم ډېره ځپلې ده.
هغه له حکومت، په ځانګړې توګه له نړۍوال بانکه مننه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د بیارغونې پروژې پلې کوي.
شېرزاد له جلالاباد ښاره لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې د جګړو له امله په کې د بیارغونې ډېر کارونه نه دي ترسره شوي.
د یو بل خبر له مخې، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ د کليو پراختیا او بيارغونې رياست له لوري د یاد ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په فقیراباد او شګی کلیو کې د اوبو رسولو دوه سولري شبکې د ۹،۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوې.
خبرپاڼه کاږي، په دغو شبکو کې د ۲۱۰ مترو په ژوروالي د دوه څاه کېندل، د ۹۰ مترمکعب اوبو په ظرفیت د دوو ذخیرو جوړول، د ۷۳۸۰ مترو په اوږدالي پايپ غځول، د ۱۸۰ شيردهنونو او ۴۶ سولري تختو لګول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره يې د فقیراباد او شګي کلیو ۳۱۱ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP