Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عیدمحمد حنفي: تېر کال ننګرهار ته له راغلو ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو ۱۲ تنه پر اسلام مشرف شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تېر کال د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې او له دې ډلې ۱۲ تنو اسلام قبول کړی دی.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی چې له تاریخي، فرهنګي او طبیعي پلوه د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د دغه ولایت غرنیو سمیو، شنو درو، سیندونو، تاریخي ابدو او زیارتونو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی او دا ولایت یې د سیاحت لپاره په زړه‌راښکونکي ځای بدل کړی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر عیدمحمد حنفي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال شاوخوا ۱۵۰۰ بهرني سیلانیان ننګرهار ته ورغلي وو.

دی وایي: «په دې کې څلور زنانه او اته نارینه‎ مو په اسلام دین باندې هم مشرف کړي دي. په دې کې د مختلفو هېوادونو خلک، فرانسه، کاناډا، بلاروس او چین او داسې نورو هېوداونو څخه بهرني سیلانیان راغلي او په اسلام دین مشرف شوي دي.»

حنفي زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د سیلانیانو د ورتګ لپاره ټولې اسانتیاووې برابرې شوې دي.

هغه وویل: «موږ سیلانیان د ننګرهار بېلابېلو سیاحتي سیمو ته بیولي، زه په خپله هم ورسره مل وم. دلته ډېر تاریخي او طبیعي ځایونه شته؛ لکه مملې تاریخي باغ، د مېلوه سیمه، د اسامه بن لادن پخوانی مرکز او نور ځایونه. موږ ټولو سیلانیانو ته ډاډ ورکوو چې ننګرهار امن دی او هغوی کولای شي له اندېښنې پرته هر ځای ته سفر وکړي.»

د ده په وینا، وروستی بهرنی سیلانی یو جرمنی تبعه و چې تېره اونۍ په بایسکل ننګرهار ته د سیاحت لپاره راغلی و.

یاد سیلاني له دې مخکې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې له اروپا د ترکیې له لارې پر بایسکل ایران، نیپال، هند او پاکستان کې له ګرځېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته راغلی دی. ده ویلي وو چې د افغانستان خلک ډېر مهربانه دي او دلته یې راتګ د ژوند یوه نوې تجربه ده.

د ننګرهار یو فرهنګي شخصیت، شاعر او لیکوال دادمحمد دلګیر وایي، د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره امنیت بنسټیز ارزښت لري او اوس‌مهال د هېواد د نورو سیمو په څېر، د ننګرهار ټولې ولسوالۍ او سیاحتي سیمې امن دي.

هغه وویل، ننګرهار ګڼې تاریخي سیمې او بېلابېل زیارتونه لري چې خلک نه یوازې د سیاحت، بلکې د زیارت لپاره هم ورځي.

د دلګیر په باور، یاد ولایت ته د سیلانیانو ورتګ نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې بهرني سیلانیان د دغه ځای له تاریخ، فرهنګ او عنعناتو سره هم بلدتیا پیدا کوي.

د ننګرهار ولایت په یو شمېر تاریخي او مشهورو ځایونو کې د سیلانیانو ورتګ خلکو ته د اقتصادي فعالیتونو زمینه هم برابرې کړې ده.

د بیلګې په توګه، د کامې شیریخ او د شینوارو د مارکو بازار د خوراکي توکو دوکانونه داسې ځایونه دي چې کورني او بهرني سیلانیان ورځي.

په کامه ولسوالۍ کې د شیریخ یو پلورونکی سید عزیز وایي، پخوا یوازې د ننګرهار او ګاونډیو ولایتونو خلک د دوی مشتریان وو، خو اوس ځینې بهرني سیلانیان هم د کامې شیریخ ته ورځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.