Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پارون (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان په دواب او منډول ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د
پارون (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په نورستان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یو محلي سندرغاړی او ورور یې وژل
یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي د اسعداباد – پارون لویې لارې له خرابوالي شکايت کوي او وایي چې نورستان ولایت د ملي پارک په توګه پېژندل شوى او بايد سړک يې په اساسي ډول ورغول شي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د نورستان ځایي چارواکي وایي، د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۵ ميلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې چې پکې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.
د نورستان مسوولین په ټولنيزو رسنیو کې د خلکو له خوا د يوې يږې د نيولو کېدو خپور شوی انځور پخوانی بولي او وايي، اوسمهال خلکو ته د حیواناتو د نه نیول کېدو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د نورستان چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پروژو چارې پیل شوې.
د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې نږدې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکي بیا له حکومته غواړي چې په بدیل کې یې له بزګرانو سره مرسته وکړي.
په دې ورستیو کې د هېواد له ګوټ ګوټه نورستان ولایت ته ورغلي سیلانیان د نورو ستونزو د حل کېدو ترڅنګ، د نورستان-کونړ سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي؛ خو چارواکي وایي، وخت پر وخت به د سيلانيانو پر مخ پرتې ستونزې حل کېږي.
د نورستان د کانونو ریاست وايي، تېر کال یې د کانونو له درکه له ټاکل شوي هدفه څه باندې اته میلیون افغانۍ ډېر عواید ټول کړي چې لامل یې روڼتیا او د کانونو کنټرول دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن