. . .
هرات کې یو شمېر لبنیات پلورونکي د کورنیو لبنیاتو د پلور بازار پیکه کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته پر واردېدونکو بهرنیو لبنیاتو دې تعرفه لوړه کړي او له وارداتو دې یې مخنیوی وکړي.
هرات (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د هرات ځایي مسوولین وایي چې له کابل وروسته دغه ولایت کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه. دغه
هرات کې یوه خیریه بنسټ څه باندې دوه زره ماشومانو او ښځو ته په وړیا ډول د قرانکریم او خیاطۍ زدهکړو زمینه برابره کړې چې دغه کار د هرات د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی دی.
هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): له تخت صفر څخه د هرات تر ګمرکه پورې د سړک پراخولو عملي چارو سره هم مهاله، د
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ هم ډېرې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم وېشلو پروسه پیل شوې خو لا هم امنیتي ځواکونه په ښار کې په شخصي جامو کې ګرځي.
په داسې حال کې چې د اوبو کمښت اوس په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده، د هرات اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې لس پولنډي سیلانیان دغه ولایت ته تللي او ټاکل شوې چې د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.
هرات کې د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستې فرزانې بارکزۍ د خیاطۍ تولیدي مرکز په جوړولو سره ځان او څو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هرات کې سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت له تختصفر څخه تر ګمرک ریاسته د سړک پراخولو او قیراچونې کار د څلوېښت میلیون افغانیو په لګښت رسماٌ پیل شو.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۲۴۰ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.