د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کثافتدانیو کموالی او د ښار په پاکولو کې د خلکو نه همکاري د چاپېریال ککړېدو، د سړکونو غاړو ته د کثافاتو راټولېدو او د ښار د بدرنګۍ لامل شوی دی.
د هرات امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست موسیقي غږول د ځوانانو د بېلارۍ او د ټولنې د تخریب لامل ګڼي او وایي چې د موسیقۍ یو شمېر هغه الې او وسایل یې سوځولي چې د دې ادارې محتسبینو راټول کړي وو.
هرات (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کیندلو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د دغه
هرات کې یو شمېر تار تولیدوونکي بهر ته د دغه محصول د صادراتو درېدو له امله اندېښمن دي او وايي، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي اړ دي خپلې کارخونه وتړي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو یوه ډله نیول شوې ده.
په هرات کې مسوولین د موټرچلونې جواز (لایسنس) د متقاضیانو له ډېرېدو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي وایي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه دې د موټرچلونې جواز اخیستونکو لپاره محدویتونه او سخت شرایط وضع شي.
هرات کې مچۍلرونکي او د شاتو تولیدوونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د بېکیفیته وارداتي شاتو د شتون او د خپلو محصولاتو بازار پیکهوالي په اړه اندېښمن دي.
هرات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په هرات کې د یو شمېر تفریحي پارکونو مسوولین وايي، تفریحي پارکونو ته د نارینه او ښځينهوو پر هممهاله تګ
د لوى اختر په نږدې کېدو سره د هرات ښار او بازارونو يو ځانګړی حالت خپل کړی؛ په دغه ولايت کې ډېر خلک د لوى اختر نمانځلو لپاره د اړتيا وړ توکو پېرلو په موخه بازارونو ته ځي.
د هرات ځايي مسوولین وايي، په «قصر هرات» سوداګریز مارکېټ کې –چې د دغه ولايت په مرکز کې د جامو پلورلو يو ستر مرکز دی- د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله له ۳۰۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.
په هرات کې یو شمېر موټرپلورونکي وايي، سره له دې چې حکومت په جمعهبازار او دوشنبهبازار کې د موټرو پر پېر او پلور بندیز لګولی، خو بیا هم ځیني خلک د «تور بازار» له لارې ویشي یا ښيلاس موټر پلوري.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د تېر کال په ژمي کې سړې هوا پهدغه ولایت کې کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.