هرات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په هرات کې د یو شمېر تفریحي پارکونو مسوولین وايي، تفریحي پارکونو ته د نارینه او ښځينهوو پر هممهاله تګ له بندیز لګېدو وروسته، دغو پارکونو ته د خلکو تګ د پام وړ کم شوی دی.

په هرات ښار کې د فرهنګ پارک مسوول غلامنبي غفوري د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دغه وضعیت په دوام سره د پارک مالکان او قراردادیان اړ شي چې د خپلو پارکونو دروازې وتړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د دغو پارکونو پر جوړولو او ډیزاین میلیونونه افغانۍ لګښت راغلی او اوسمهال ټول پارکونه له خلکو، ښځو او ماشومانو خالي دي.

د هغه په وينا، د پارکونو کرايه هم لوړه ده او له ښاروالۍ غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

غفوري د تفريح بازار خراب وضیعت او د پارک تګ ته د خلکو نه لېوالتيا ته په اشارې سره زياته کړه، له هغه مهاله چې په یاد ولایت کې تفریحي پارکونو ته د خلکو پر تګ محدودیتونه وضع شوي، د پارکونو مالکانو ته هم اقتصادي ضربه رسېدلې ده.

د هغه په وینا، پخوا به ډېر خلک له خپلو کورنیو سره د تفریح لپاره پارکونو ته تلل، خو اوس نوي مقررات وضع شوي او ټول پارکونه له بندېدو سره مخ دي.

بلخوا، د هرات یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي چې تفریح د خلکو اړتیا ده، خو اوس داسي محدودیتونه لګول شوي چې کورنۍ اجازه نه لري پارکونونه ته ولاړ شي.

د هرات د «ګلها» پارک يوه ليدونکي شيراغا له پژواک سره په خبرو کې وويل، پارکونه په ښه وضعیت کې نه دي او پر کورنیو د محدودیتونو له لګېدو سره ټول پارکونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وینا، اوسمهال د تګ لپاره هیڅ ځای نشته او هیلهمند چې د سیمهییزې ادارې له خوا کورنیو ته پارکونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د هرات یو بل اوسېدونکی محمدقاسم هم له پژواک سره په خبرو کې ادعا کوي چې پخوا به خلک له خپلو کورنیو سره پارکونو ته د تفریح لپاره تلل او اوس چې پر کورنیو محدودیتونه لګول شوي، د مراجعینو د کمښت له امله ټول پارکونه خپل نسبي حالت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، که کورنیو ته بیا اجازه ورکړل شي، ښايي تر یو بریده د پارکونو په وضعیت کې بدلون راشي او که نه نو د پارکونو وضعیت به هم له ظاهري او هم له اقتصادي پلوه صفر ته نږدې شي.

هڅه مو وکړه چې د لګول شوو محدودیتونو په اړه د هرات ولایت د امر بالمعروف ادارې نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

دغهراز، د هرات ښاروالۍ رياست له پارکونو د ملاتړ په برخه کې د دغې ادارې د راتلونکو کړنو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي، دغه رياست د پارکونو د قرارداد په برخه کې هم بدلون راوستى دى.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر آرمل وايي، په ټوله کې پارکونه په ښه وضعیت کې نه دي، خو هغه کسان چې د ښاروالۍ له ریاست سره قرارداد لري، د پام وړ تخفیف ورکړل شوی څو د زیان مخه یې ونیول شي.

د هرات ښاروالۍ ریاست د ویاند په وینا، دوی د پارکونونو وضعیت درک کوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي څو پارک لرونکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې ده، په هرات ښار کې ۱۷ تفریحي پارکونه شته چې د محدودیتونو له امله د «باغ ملت» په ګډون د ځینو دروازې تړل شوې دي.