ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي: د ترافیکي پېښو کمېدو لپاره دې د موټرچلونې جواز ورکولو شرایط سخت شي

د هرات اوسېدونکي: د ترافیکي پېښو کمېدو لپاره دې د موټرچلونې جواز ورکولو شرایط سخت شي

author avatar
19 Jul 2023 - 16:33
د هرات اوسېدونکي: د ترافیکي پېښو کمېدو لپاره دې د موټرچلونې جواز ورکولو شرایط سخت شي
author avatar
19 Jul 2023 - 16:33

هرات (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): په هرات کې مسوولین د موټرچلونې جواز (لایسنس) د متقاضیانو له ډېرېدو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي وایي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه دې د موټرچلونې جواز اخیستونکو لپاره محدویتونه او سخت شرایط وضع شي.

د هرات ترافیکو د عمومي مدیریت سرپرست غلام‌نبي فرخي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورځې سلګونه کسان د موټرچلوونې جواز په کورس کې د نوم لیکنې په موخه دغه مدیریت مراجعه کوي.

نوموړي زیاته کړه، په یاد ولایت کې د موټرچلونې جواز له قانوني طی‌مراحلو او له دوو اوونیو زده‎کړو وروسته متقاضیانو ته ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د ورځې له ۳۰۰ ډېر کسان د موټرچلونې جواز اخیستلو ټولګیو کې شاملیږي او د هغوی لپاره د یاد مدیریت له خوا نظري او عملي ټولګي رامنځته کېږي.

هغه وویل، د پخوا په پرتله د خلکو لېوالتیا د موټرچلونې جواز اخیستو لپاره ډېره شوې او زیاته یې کړه  چې له تېر کال راهیسې تر اوسه د دغه ولایت اوسېدونکو ته له قانوني طی مراحلو وروسته پنځلس زره لایسنسه وېشل شوي دي.

دغه راز، د ټولنیزو چاروپوهان هم پر دې باور دي چې د موټرچلونې د جوازونو وېش د ښاري نظم په ښه کېدو او د ترافیکي پېښو په کمېدو کې مرسته کوي.

هرات کې یو ټولنپوه علي‌احمد محمدي وایي، د ترافیکو مدیریت باید ځيني محدودیتونه وضع کړي څو د هغو له مخې له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان یا ماشومان له موټرچلونې منع شي.

محمدي څرګنده کړه، د کم عمره کسانو له خوا موټر او موټرسایکل چلول د ترافیکي پېښو لامل کېږي چې ډېری وخت د خلکو ژوند هم اخلي.

د هغه په خبره، مسوولین باید د کورنیو پوهاوي کچې لوړولو لپاره د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي څو له ۱۸ کسانو کم عمره ځوانان موټر ونه چلوي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي سلطان احمد وویل، په دغه ښار کې ډېرې ترافیکي پېښې کیږي او دا له دې امله دي چې پخوا کم عمره ځوانانو او ان ځينو معلولو او معیوبو کسانو هم د پیسو په بدل کې د موټرچلونې جوازونه اخیستي دي.

نوموړی زیاتوي، د جواز اخیستنې لپاره باید امتحان او شرایط سخت شي او هر چا ته دې د موټر چلونې جواز ورنکړل شي.

بلخوا د موټر چلونې د جوازونو متقاضیان هم د یاد ولایت ترافیکو ادارې له مسوولینو د دې لړۍ د کنټرول غوښتنه کوي او له کورنیو هم غواړي څو خپل نقلیه وسایط هغو کسانو ته نه ورکوي چې قانوني عمر یې نه وي پوره کړی او یا د موټرچلونې جواز ونه لري.

د هرات یوه اوسېدونکي احمد ادریس پژواک ته وویل، اوسمهال ډېر موټرچلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې موټرسایکل چلوي، هيڅ یو یې ایمني خولۍ نه لري او سرعت یې هم ډېر وي.

هغه د جوازونو له متقاضیانو او له موټرچلوونکو غواړي، څو د دغه ولایت د ترافیکو په مدیریت کې د حضوري او عملي زده‌کړو په دورو کې ګډون وکړي او باید د ټولنې هر وګړی په ښاري او ترافیکي قوانینو پوه وي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې ډېرو موټرچلوونکو له لایسنس پرته موټر چلول چې دا په خپله د ترافیکي پېښو لامل شوی دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.