ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت: ایران د برېښنا تړون غځولو او د هرات برېښنا ستونزې هوارولو ژمنه وکړه

د اوبو او برېښنا وزارت: ایران د برېښنا تړون غځولو او د هرات برېښنا ستونزې هوارولو ژمنه وکړه

author avatar
12 Sep 2023 - 21:55
د اوبو او برېښنا وزارت: ایران د برېښنا تړون غځولو او د هرات برېښنا ستونزې هوارولو ژمنه وکړه
author avatar
12 Sep 2023 - 21:55

[restrict paid=”true”]

کابل(پژواک ٢١ وږی ١٤٠٢): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره په یوه ټيلېفوني اړیکه کې د هرات د برېښنا تړون غځولو او د پرچاویو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له خوا د وږي په ۲۱مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د محرابیان له خولې لیکل شوي چې نوموړي د برېښنا تړون غځولو او په دې برخه کې د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د اوبو او برېښنا وزارت په وینا، په دې ټیلېفوني اړیکه کې د دغو ستونزو د حل لپاره له افغانستانه ایران ته د یوه پلاوي د سفر په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې له ایران سره د هلمند د اوبو د حقابې ستونزه هم تر ډېره هواره شوې ده.

[/restrict]

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.