د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه د جلغوزي مغز لومړنۍ جوپه له هرات ولایت څخه المان هېواد ته صادر شوې ده.
په هرات کې مزدورکاران د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، د کار نه شتون له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
په هرات ولایت کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون تېره ورځ د دولتي چارواکو په شتوالي کې جوړ شو.
د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
یو هراتی ځوان په یوه نوښت سره توانېدلی چې بې چلوونکي جنګي ټانک جوړ کړي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره ۳۲۴ رواني ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې ده.
د هرات کتابپلورونکي په دغه ولایت کې د کتابپلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د هرات د چاپېریالساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
کابل – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲ اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې پیل کړې، چې د افغانستان دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د 4G
د هرات یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د معیاري سړوخونو پر نهشتون نیوکه کوي او وايي، هر کال یې ډېر کرنیز محصولات خرابېږي او یا یې په ډېره ټيټه بیه پلوري.