د هرات د مرکزي زندان مسوولین وايي، د دغه زندان ټولو بندیانو ته یې د سواد زدهکړې، ماشوم پالنې او انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو ټولګي جوړ کړي دي.
هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت له للمي او اوبو ځمکو
په هرات ولایت کې د ښيښېجوړونې صنعت چې لرغونی تاریخ لري، د پلور بازار بېرته غوړېدلی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
په هرات کې د مليبسونو فعالیت په کمېدو سره، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې په ښار او ولسوالیو کې د دغو وسایطو فعالیت ډېر شي.
په هرات کې حکومتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون، د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
هره ورځ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د هرات د ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي له انساني قاچاقبرانو سره تر همغږۍ وروسته، د اسلام کلا بندر له لارې په ناقانونه توګه ایران ته ځي.
د بند سبزک د ډبرو سکرو کان په هرات ولایت کې یو له هغو شپږو مشهورو کانونو څخه دی چې د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوولینو په خبره، سلګونه ځوانان پکې پر کار بوخت دي.
د افغانستان د بدني روزني او ورزش ریاست وایي چې په کندهار ولایت کې د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوراوي ۴۴م پړاو سیالیو اتلولي هرات وګټله.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره په هرات ولايت کې د څلورم ځل لپاره د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د درېيو ورځو لپاره جوړ او د ښځو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.
د ځوانانو د تفریح لپاره د موبايل او کمپيوټر په مرسته په انلاین ډول د لوبو پر موجودیت سربېره، اوس د هرات ولايت په ګوټ ګوټ کې د سيمهييزو او دوديزو لوبو مینهوال هم زيات شوي دي.
د هرات ولایت د نسايي ولادي روغتون یو شمېر مراجعینې او ناروغ لرونکي د سمو او پر وخت روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې له اړتیا سره سم د ناروغانو درملنه نه کېږي.