هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت له للمي او اوبو ځمکو څخه ۵۹۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي دي.
د دغه ولايت د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر بشيراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غنمو دغه کچه حاصلات له ١٨٠زره هکتاره کرنيزې ځمکې څخه ترلاسه شوي دي.
هغه څرګنده کړه، سږ کال په دغه ولايت کې د للمي او د اوبو ځمکو د غنمو حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر للمي غنم په کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران، کوهسان او شينډنډ ولسواليو کې کرل شوي دي.
د یاد ولايت د ګذرې ولسوالۍ يوه کروندګر ګلاحمد له پژواک سره په خبرو کې وویل وويل چې د سلما بند د اوبو تر پوښښ لاندې ولسواليو کروندو ته د دغه بند له لارې د اوبو د پر وخت رسونې مديريت له امله، کرنیز حاصلات په ځانګړي توګه د غنمو حاصلات ډېر شوي دي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې که سږ ژمی واوره او بارانونه وورېږي، نو حاصلات به يې نور هم ډېر شي.
د هرات ولایت د کرنې ریاست وايي، د کرنې د وضعیت ښه کېدو په موخه یې کروندګرو ته په ډېره کچه اصلاح شوو تخمونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې څو وکولای شي با کیفیته غنم تولید کړي او وکري.
اوسمهال ۹۰ سلنه کروندګر اصلاح شوو تخمونو ته لاسرسی لري او هیلې شته چې راتلونکی کال به تر دې ډېر حاصلات راټول کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










