ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات بند سبزک ډبرو‌سکرو کان کې سلګونه ځوانان په کار بوخت دي

د هرات بند سبزک ډبرو‌سکرو کان کې سلګونه ځوانان په کار بوخت دي

author avatar
7 Nov 2022 - 13:30
د هرات بند سبزک ډبرو‌سکرو کان کې سلګونه ځوانان په کار بوخت دي
author avatar
7 Nov 2022 - 13:30

هرات ښار (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د بند سبزک د ډبرو سکرو کان په هرات ولایت کې یو له هغو شپږو مشهورو کانونو څخه دی چې د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوولینو په خبره، سلګونه ځوانان پکې پر کار بوخت دي.

د هرات د کانونو او پټرولیم رییس مولوي فضل‌احمد منیب خاموش له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان عملاً ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او له دغه معدنه د میاشتې څلور زره ټنه د ډبرو سکاره بارېږي.

د هغه په خبره، د هغوی موخه په هېواد کې ځوانانو ته د کار موندل دي؛ نو له همدې امله یې د یاد کان د استخراج زمینه برابره کړې ده.

په دغه حال کې، د هرات ولایت د بند سبزک د ډبرو سکرو کان د بارګیرۍ مسوول رمضان جامي هم له پژواک سره په خبرو کې وایي چې د ورځې ۲۵۰ کسان د دغه کان د استخراج او انکشاف په برخه کې کار کوي.

نوموړي وویل چې په دغه کان کې هر کارګر د ورځني فعالیت او کیندنې له درکه له ۴۰۰ تر ۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

هغه زیاتوي، په هرات کې د خښتو بټیو بندېدو له امله اوسمهال د دغه ولایت ۴۰ سلنه د ډبرو سکاره د کندهار له لارې پاکستان ته صادرېږي او ۶۰ سلنه یې په خپله دغه ولایت کې مصرفېږي.

د ډبرو سکرو کان کې کارګران هم د دغه کاري فرصت له برابرېدو خوښ دي.

محمد چې پنځه کال کېږي د کان کېندنې په برخه کې کار کوي، وایي چې د ورځې په یوازې ځان درې ټنه د ډبرو سکاره استخراجوي او پنځه سوه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه، دغه اندازه پیسې یې د کورنۍ د لګښت لپاره بسنه نه کوي خو بې‌کاري د دې لامل شوې چې پر دغو پیسو قناعت وکړي.

نوموړي وویل چې حکومت باید په ټول هېواد کې د کانونو د استخراج لپاره عملي پروګرامونه جوړ کړي، څو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ د هغوی د ناقانونه کډوالېدو مخه هم ونیول شي.

په همدې حال کې، د یاد ولایت یو کان‌پېژندونکی انجنیر سید عمران – چې پنځلس کاله یې د بند سبزک د ډبرو سکرو کان کې کار کړی- پژواک ته وویل چې د دغه کان د ډبرو سکرو استخراج ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د عمران په خبره، په ژمي کې په دغه کان کې د ښې هوا له امله د کارګرانو شمېر دوه برابره کېږي.

د کانونو استخراج کارګرانو ته د کاري فرصوتو برابرولو ترڅنګ، د لارۍ موټرچلوونکو ته هم د ښه عاید ترلاسه کولو لامل شوی دی.

د غلام یحیی په نوم یو موټرچلوونکی وایي چې د ورځې له هر ټن بار څخه ۷۰۰ افغانۍ کرایه اخلي.

دغه موټرچلوونکي زیاته کړه، د روځې پنځه ټنه د ډبرو سکاره ښار ته لېږدوي او د دغه کان فعالیت هغه او ټولو باروړونکو موټرچلوونکو ته یوه ښه فرصت دی.

له بلې خوا، د یاد ولایت په بند سبزک کان کې د کانونو او پټرولیم ریاست استازی عبدالحنان رحماني وایي، د ورځې ۱۵ موټره له دغه کان څخه بارېږي او ښار ته لېږدول کېږي.

رحماني زیاته کړه، هر موټر د تګ پرمهال وزن کېږي او پر یو ټن ۱۷۰۰ افغانۍ محصول اخیستل کېږي.

د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په خبره، په هرات ولایت کې ۲۸ بېلابېل کانونه موجود دي؛ خو د دغه ولایت پر درېیو کانونو کار روان دی او د نورو کارونه لا پیل شوي نه دي.

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.