ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده

په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده

author avatar
13 Oct 2022 - 14:46
په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده
author avatar
13 Oct 2022 - 14:46

هرات (پژواک، ٢١ تله ۱۴۰۱): د هرات د چاپېریال‌ساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.

د دې ادارې مسوولين زياتوي چې په ځينو سيمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په منځني ډول له ۲ تر ۷ مترو پورې ټیټه شوې ده.

د هرات ولايت د چاپېريال‌ساتنې ادارې مالي او اداري مسوول حامد الهام له پژواک سره په خبرو کې وويل، د یادې ادارې څېړنې ښيي چې د کلني اورښت کموالى، د ژورو څاګانو کيندل، د سيندونو او ويالو د اوبو وچېدل په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو ټیټېدو لامل شوی دی.

هغه ټینګار کوي چې له ۸۰ سلنې ډېرو خلکو په خپل‎سري ډول ژورې څاګانې کیندلې چې د کرنې لپاره ترې ګټه اخلي چې ‎دا هم په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو بل لامل دی.

هغه زیاته کړه چې په هرات ولایت کې د څاګانو کیندل او د اوبو را ایستلو لپاره له سولري سیسټم نه استفاده په یاد ولایت کې یو عادي کار ګرځېدلی دی.

د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل د ملي زېرمو او پانګې د کمېدو په څېر دی چې د دغه وضعیت دوام به په راتلونکي کې هرات د اوبو له کمښت سره مخ کړي.

بلخوا د هرات یو شمېر اوسېدونکي هم اندېښنه لري چې په راتلونکو څو کلونو کې به د دغه ولایت خلک پاکو او کرنیزو اوبو ته لاسرسی ونه لري.

د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکي ولي‌احمد چې په کرنه بوخت دى، پژواک ته وويل چې دوى له ښاره بهر اوسېږي او که د ځمکې لاندې اوبه همدا ډول کمې شي، نو په نږدې راتلونکي کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د فرقې سیمې اوسېدونکی علي‌احمد هم له خلکو غواړي چې د طبیعي زېرمو، په ځانګړې توګه د اوبو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه له حکومته غواړي چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او هغه کسان کنټرول کړي په خپلسري ډول څاه کیندي او د سولر سیسټم له لارې تر ځمکه لاندې اوبه راباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت د اوبو رسولو خدمتونو د ادارې رییس مولوي محمد کاکړ هم په دې باور دی چې که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د اوبو کمښت به په دغه ولایت کې د اوسني او راتلونکو نسلونو له لویو ستونزو وي.

د کاکړ په وينا، په دې وروستيو کې د هرات د سیندیزې حوزې د تنظیم ادارې دغه موضوع جدي نيولې او د ناقانونه کيندل شوو څاګانو د کنټرول او د غير مسلکي څاګانو د کيندلو د مخنيوي لپاره يې سروې پيل کړې ده.

د يادونې ده چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالي ترڅنګ د څښاک د اوبو ککړتيا او د فاضله اوبو تصفیه کولو فابريکو نشتوالی د هرات ښار او چاپېريال نورې ستونزې بلل کېږي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.