ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې بېکاري ډېرېدل؛ کارګران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي

هرات کې بېکاري ډېرېدل؛ کارګران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي

author avatar
30 Oct 2022 - 15:47
هرات کې بېکاري ډېرېدل؛ کارګران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي
author avatar
30 Oct 2022 - 15:47

هرات (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): په هرات کې مزدورکاران د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، د کار نه شتون له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

د هغوی په خبره، بېکاري، د لومړنیو توکو بیو لوړېدل او کډوالۍ د دې لامل شوي څو ودانیز کارونه کم او په هېواد کې داخلي بازارونه پیکه شي.

شریف‌الله یو له هغو کارګرو دی چې له سهاره تر ماښامه په پلکو د کار په تمه وي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه وایي، هيڅ کار نه ورته پیدا کېږي او ډېری وخت د شپې خالي لاس کور ته ځي.

هغه زیاته کړه، په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې کار ورته پیدا کېږي خو هغه هم په ډېرو کمو پیسو چې د کورنۍ لګښت لپاره یې بسنه نه کوي.

نوموړی وایي، ځينې ورځې تر ۳۰۰ افغانیو پیدا کوي او دی د کور نفقه راوړونکی دی، اړ دی چې لګښت ورته پیدا کړي.

دی له حکومته غواړي چې ده او د ده په څېر نورو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع‌الله له پژواک سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چي د کار زمینه ورته برابره کړي، څو اولادونه یې له لوږې وژغورل شي.

هغه زیاتوي، د کار پیدا کېدو په تمه سهار وختي له کوره وځي، په پلکه کې د ۱۰۰ کسانو له ډلې کوم یو که چانس ولري کار پیدا کړي، خو ډېری بېرته خالي لاس ګرځي.

په همدې حال کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، دغه اداره یوازې د کار د قوانینو په رڼا کې کولی شي له ټولو کارګرانو ملاتړ وکړي خو د مالي ملاتړ په برخه کې کوم پروګرام نه لري.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر عبدالله سوري وایي، دغه ریاست کولی شي یادو کارګرانو ته د کار د وختونو، د کار چاپېریال او د کار بڼې برخو کې کافي کنټرول ولري.

هغه زیاته کړه: «موږ په مالي برخه کې کوم پروګرام نه لرو؛ د پلکو کارګرانو لپاره هغه مهال کار پیدا کېدای شي لکه په تېرو وختونو کې چې زیربنایي پروژې وي او سوداګر پانګونه وکړي.»

له بلې خوا، د ټولنیزو چارو کارپوهان پر دې باور دي که حکومت پر هغو کسان چې درانه کارونه کوي، بشپړ کنټرول ونه لري ښایي په څو کلونو کې په دغه ولایت، په ځانګړې توګه د هېواد په کچه ځوان بشري ځواک کم شي.

په دغه ولایت کې د ټولنیز چارو کارپوه واعظ یوسفي پر دې باور دی چې حکومت کولی شي په هېواد کې سوداګرو ته د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي، څو د کارګرانو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي په ډاګه کړه، د ډېرې بېکارۍ له امله ډېر ځوانان په کارخونو کې په کمه تنخوا کار کوي څو یوه مړۍ ډوډۍ لاس ته راوړي.

یوسفي وایي، دغو کارګرو ته د کار پیدا کېدو او د هغوی د ملاتړ لپاره حکومت باید کارګر قشر ته جدي پاملرنه ولري.

د نوموړي په خبره، دولت باید د کارګرانو لپاره په منظم ډول کاري فرصتونه پیدا کړي؛ د دغو فرصتونو رامنځته کولو لپاره یوه لاره د اوږدمهالو پروژو پیلېدل دي چې حکومت کولی شي له دغه قشر سره له دې لارې یو څه مرسته وکړي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، په کابل کې د روان کال په لومړیو کې په منځني ډول د معمارانو او کارګرانو د اجورې کچه ۳۰ سلنه او د هغوی د کارموندنې کچه ۵۷ سلنه راټيټه شوې ده.

له بلې خوا، د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د کارموندنې او د بېکارۍ د کمولو په موخه پر یوې لنډمهالې او منځمهالې طرحې کار کوي او د کارموندنې ملي پالیسي تدوینوي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.