Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته د کروندګرو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
د هرات امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې تر درملنې لاندې ۵۰۰ روږدو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د هرات د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخینوی کړی او په پشتکوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ازاده کړې ده.
د هرات د یو شمېر ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، روغتیايي خدمتونو ته نږدې لاسرسی نه لري او ناروغان د درملنې لپاره په اوږدو لارو او ډېر لګښت تر روغتيايي مرکزونو لېږدوي او زیاتوي چې حکومت باید د دوی دې ستونزې رسېدنه وکړي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د هرات ښار په درېیمه، یوولسمه، دوولسمه او دیارلسمه ناحیو کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلور بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال د مړینو له څو پېښو وروسته د هرات والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې سر له ننه دې په دغه بند کې خلکو ته د خوندیتوب ټول لازم امکانات برابر شي.
هرات کې د تجسمي هنرونو دودېدو او د انځورګرۍ فرهنګ پراختیا په موخه د «رنګینکمان» په نوم پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د عمومي سړک پخولو پروژې چارې د نږدې ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP