د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکې ډاکټر فریحه نوزادي د انګلستان له یوه مشهور پوهنتون څخه د نړۍوالې عامې روغتیا په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د څارویو او چارتراش لرګیو بار پنځو موټرونو د قاچاق مخنیوی شوی او په تړاو یې پنځه کسان هم نیول شوي دي.
۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۶۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د درې ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
د هلمند یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو هیلهمن کړي او وايي، دغه اورښتونه به د دوی د غنمو کښتونو ته ډېره ګټه وکړي.
لښکرګاه (پژواک، ١٧ مرغومى ١۴٠١): د هلمند ولايت يو شمېر قومي مشران زدهکړه د ښځو شرعي حق بولي او ټينګار کوي چې ښځو ته دې
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سيمه کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
په هلمند ولایت کې د وروستیو درېیو میاشتو پرمهال څه باندې ۴۰ فعالو شوو فابريکو کې له ۳۰۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ترکیې د یوې خیریه موسسې مشر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هوډ لري په هلمند کې یوه جامعه جوړه کړي چې دیني او عصري علوم په کې هممهاله تدریس شي.
د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی دی.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.