هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ مقام لپاره د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې شلستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.
د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
هلمند کې د پنبې د پروسس او تولید فابریکو یو شمېر مسوولین د دې ترڅنګ چې خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي وايي چې د برېښنا لوړې بیې او ډېرې مالیې یې تولیدي پروسه ټکنۍ کړې دي.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د «ستا» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې.
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د وروستي ورښت، سېلابونو راتلو او تندر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۴ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.