Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د پنبې د پروسس او تولید کارخونو مسوولین خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): هلمند کې د پنبې د پروسس او تولید فابریکو یو شمېر مسوولین د دې ترڅنګ چې خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي وايي چې د برېښنا لوړې بیې او ډېرې مالیې یې تولیدي پروسه ټکنۍ کړې دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د پنبې د پروسس او تولید یوې فابریکې مسوول ذبیح‌الله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، دانه ‌لرونکې پنبه پروسس کوي او بیا غوړي، صابون، کنجاره او مالوچ تولیدوي چې په خبره یې، له پاکستان پرته یې بل هیڅ هېواد ته نه شي صادرولی.

هغه زیاته کړه: «زموږ مشکلات ډېر دي، ټکس او مالیات راباندي ډېر دي، زموږ له حکومته دا غوښتنه ده چي نړۍوال بازار راته پیدا کړي، زموږ تولیدات اوس یوازې پاکستان ته ځي او پاکستاني سوداګر چې یې راڅخه په هر څومره قیمت وغواړي ورکوو یې.»

د نوموړي په خبره، حکومت دې د دوی تولیداتو ته په نړۍواله کچه بازار پیدا کړي.

دغه راز د یوې بلې فابریکې مسوول امان وویل، تولیدات مو له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته نه صادریږي چې له امله یې اړ دي په کور دننه یې په کمه بیه وپلوري.

هغه زیاته کړه: «برق هم کم دی، مصارف مو لوړ دي، اکثره وختونه د فابریکې ماشينري په ډېزلو چلوو خو د تولیداتو لپاره له پاکستان پرته بل بازار نه لرو.»

ورته مهال، د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال مولوي فضل‌محمد فضلي د صنعتکارانو ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې تازه د وزارت په کچه هڅې پیل شوې چې د دغه ولایت د تولیداتو لپاره بهرنی بازار پیدا کړي.

فضلي وویل: «دا رښتیا هم یوه ستونزه ده، صنعت‌کارانو موږ ته خپل شکایتونه رارسولي خو په دې تړاو موږ له وزارت سره خبرې کړې، وړاندیزپاڼې مو ورته لېږلې چې له مخې یې تازه یو قرارداد لاسلیک شوی او نور هم تمه شته چې قراردادونه وشي. «

همدارنګه د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوول غلام یحیی پښتون وویل، د دغه ولایت د سوداګرو او صنعت‌کارانو ستونزې له مسوولو چارواکو سره شریکې کړې او هیله ښيي چې رسېدنه به ورته وشي.

هغه زیاته کړه: «موږ د صنعتکارانو ستونزې د حکومت لوړپوړو مسوولینو ته رسولې، هڅې پیل شوې چې په دغه ولایت کې د ټولو کارخونو د تولیداتو لپاره نړۍوال بازار پیدا شي.»

هلمند د هېواد د هغو کرنیزو ولایتونو له ډلې دی چې هر کال په‌کې په ډېره اندازه پنبه کرل کېږي.

د معلوماتو له مخې، د هلمند د پنبه‌دانې ډېره برخه د ځایي فابریکو له لوري پروسس کېږي چې غوړي، صابون، کنجاره او مالوچ ترې تولیدېږي.

د یادونې ده، په دغه ولایت کې اوسمهال د پنبه‌دانې د پروسس ۷۲ فابریکې فعالې دي چې سلګونه کسان په‌کې په کار بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.