Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د نهرسراج ولسوالۍ مقام ته نوې ودانۍ جوړه شوه

لښکرګاه (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴ ): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ مقام لپاره د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کي د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي معینیت د تعمیراتو لوی ریاست او ګڼو نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ په درېیو پوړونو کې د نهرسراج ولسوالۍ په یکلنګ سیمه کې د څه باندې ۲۰ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړي په وینا، د یادې ودانۍ چارې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري د هلمند ولایت د مقام تر څارنې لاندې د ۱۲ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

ریاض زیاته کړه چې د دې ودانۍ د جوړېدو لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.