د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرافعه محکمې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړه.
هلمند ولایت کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، د محصلینو شمېر یې تر پنځوس سلنه کم شوی چې له امله یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی او له حکومته غواړي چې مالیه ورته معاف کړي.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې د شیدو ورکوونکو غواګانو په ۷۳ فارمونو کې هره ورځ ۳۲ ټنه شيدي توليدېږي چې کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو ته هم صادرېږي.
هلمند کې د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې ځینې برخې غیرفعالې وې، په نوو او عصري ماشینونو او وسایلو سره بېرته ترمیم او فعاله شوه.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.
د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا یو عامه کتابتون پرانیستل شو .
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه سراچه موټر چپهکېدو له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات او دوو نورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د ریحان «کشمالي» ګلانو کرنې ته مخه کړې چې د تېر کال په پرتله پهکې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۴ صرافۍ د جواز نهلرلو له امله تړل شوې دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ یې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالي کې دوه کسان د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلي او په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.