د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوبخان ښارګوټي کې یوه سوداګر سلګونو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته وړیا ښوونځی جوړ کړی چې د لیلیې، ترانسپورټ، خوړو او روغتیایي مرکز اسانتیاوې هم لري.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د سوېل لوېدیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
تېره ورځ د هلمند د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د دوولس ولسوالیو د سل پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د کانالونو نشتوالي له امله ډېره اندازه کرنیزه ځمکه له کښته پاتې ده او هغه کانالونه چې څو لسیزې مخکې جوړ شوي دي، بیارغونې او پاککارۍ ته اړتیا لري.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
هلمند کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون ۱۳ ولسوالیو کې د «لمپيسکین» ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی څو هلته له کروندګرو څخه اضافه شوي غنم وپېرې.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
هلمند کې سیمهییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.
سیمهییزې سرچینې وایي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.