Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان – ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په قطر کې د جایکا ادارې له مسوول، د هالنډ او فرانسې له شارژدافیرانو سره لیدلي او غوښتي یې دي چې د افغانستان د روغتیا له برخې سره دې مرسته او همکاري وشي.
د تاتارستان هېواد ورزشي مسوولین د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ورزشکارانو پیاوړتیا او روزنې برخه کې لازمه همکاري کوي.
د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له ۷ بنسټونو سره د یو میلیون ۵۶۳ زره او ۱۲ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان تحصیلي نظام په بنسټیزو چارو کې همکاري کوي.
په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړۍوال انسټیټيوټ مشر، له افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره په نصاب جوړونه، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې همکاري کوي.
د چین نړۍوالو همکاریو پراختیایي اداره وایي چې د یوې لار نقشې په جوړولو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړو برخه کې مرسته کوي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ له رسنیو سره د معلوماتو د پر وخت شریکولو د ټینګار ترڅنګ امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره د کار پر مهال همکاري وکړي.
. . .
ترکیې له افغانستان سره د کانکور اﺯموينو د نوي سیستم په کارولو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او په همدې تړاو په نږدې راتلونکي کې یو افغان پلاوی دغه هېواد ته سفر کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن