Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مخابراتو او لوړو زدهکړو وزارتونو ترمنځ په تحصیلي او نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د همکارۍ څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
ځینو چارواکو د اداري پروسو ساده کولو هوکړهلیکونو د لاسلیک مراسمو کې وویل چې په دې برخه کې تر یوه بریده کار شوی خو نورو هڅو ته هم اړتیا ده او د پوهنې سرپرست وزیر بیا له خلکو سره د لیدنو په ساده کېدو هم ټینګار وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستاني شرکتونو ترمنځ د تعمیراتي او خوراکي توکو برخو کې لس تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو مرکزي لابراتوارونو پراختیا په موخه له یوې کمپنۍ سره د نږدې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو تجهیزاتي بنسټیزو پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پنځو ملي او نړۍوالو موسسو سره د څه باندې ۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اووه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۹ موسسو سره د څه باندې ۱۰،۶ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ ملي او نړۍوالو موسسو سره د یو میلیارد او ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې برخه کې د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې دغه هېواد د افغانستان پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه باغونه جوړوي او کښتونه به کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نادولتي موسسو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ د درېیو هوکړهلیکونو له لاسلیک کولو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له څلورو نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې ۱۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP