Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتي مرکزونو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل
اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ويلي چې دغه بریا د «افغان مجاهدینو» د سرښندنو، قربانیو او جهاد په پایله کې ترلاسه شوې او تر اوسه خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ یو شمېر مخکښو لوبغاړو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ویلې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د ټولګټو وزارت وايي چې د وروستۍ یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد اوسپنې پتلیو له لارې ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، تېره چنګاښ میاشت د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته وارد شوي ۱۶۶ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې تېر کال د کرنې په سکټور کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیون ډالر لګول شوي او ۲۳۵ پانګهوالو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP