ژبه

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">یاد وزارت نن (شنبه، د وږي ۱۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، خوست او پکتیا کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راوتلو احتمال شتون لري.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه کاږي چې په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مترو اټکل شوې ده.</p>