کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لوبغاړي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس اسیایي سیالیو کې د برونزو څلورو مډالونو په ګټلو سره نن بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک ملي کمېټې له لوري وستایل شول.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې مشر روزونکي نورالهدا شېرزاد وویل چې د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیايي سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې له ۱۸مې تر ۲۵مې نېټې پورې ترسره شوې چې د ۲۸ هېوادونو لوبغاړو پهکې ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې له افغانستانه شپږو ورزشکارانو ګډون کړی و چې څلور د برونزو مډالونه یې وګټل.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې بیتالله ځدراڼ په ۷۵ کیلوګرام وزن کې د ځوانانو په کټګورۍ کې یو د برونزو مډال، نایب مبارز د لویانو په کټګورۍ کې یو د برونزو مډال او یاسر سمیر احسان بیا په مثبت ۷۵ کیلوګرام او ۱۰۰ کیلوګرام وزن کې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
په یاده غونډه کې د المپیک ملي کمېټې د المپیکي چارو رییس دادمحمد پاینده اختري وویل، دا ډېر د خوشحالی ځای دی چې په دغو کم امکاناتو او ستونزو سره افغان ورزشکاران د خپلو سیالانو په ډله کې ځلېږي او مډالونه ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی چې د بدن ښکلا او فټنس لوبغاړي له نړۍوالو سیالیو مډالونه راوړي، بلکې له دې مخکې یې هم د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي دي.
نوموړي له ورزشکارانو او روزونکو غوښتنه وکړه چې د لاستهراوړنو ترڅنګ دې ورزشي اخلاقو، ملي یووالي او د یو بل منلو اصل ته هم پاملرنه وکړي.
بیتالله ځدراڼ چې په دغو سیالیو کې یې د برونز مډال ګټلی، پژواک ته وویل، دغو سیالیو ته یې له څو میاشتو راهیسې چمتووالی نیولی و او خوشحاله دی چې ښه نتیجه یې ترلاسه کړه.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د بدن ښکلا برخه کې ډېر ښه ورزشکاران شته خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي او د المپیک له ملي کمېټې یې غوښتنه وکړه چې د دوی ملاتړ وکړي.
د دغو سیالیو بل ګډونوال یاسر سمیر احسان وایي، خوښ دی چې په دغو سیالیو کې په دوو بېلابېلو وزني کټګوریو کې یې دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، ورزشکاران که هر څومره پیسې ولري خو بیا هم سپانسر ته اړتیا لري او د هېواد له سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د دغو ورزشکارانو مالي ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې ټایلنډ لومړی، هند دویم او مالیزیا درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP