د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د کوچني اختر په څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سبا د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د کرنې وزارت تېر لمریز کال په لسو ولایتونو کې د شاوخوا ۱۳۴ میلیون افغانیو په لګښت ۵۸ لوی او واړه چکډيمونه جوړ کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال یې هېواد کې څه باندې دوه میلیون او ۶۰۰ زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
اړوندو ادارو نن او په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په کچه ۳۷۰ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې د هېواد له دوو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي مسترد شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د افغانستان تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي چې له دې جملې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره یې للمي ده.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وایي، په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۴۰ نور ټپیان دي څه باندې ۳۰۰ کورنیو په نیمه او یا بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، کابل کې د اوبو نړۍوال څېړنیز کنفرانس کې د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ، ویې ویل چې افغانستان د اوبو پراخې سرچینې لري خو په معاصر تاریخ کې ورسره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، په راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۶ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي.