Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت: تېرو دوو میاشتو کې ۳۷۰ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي

کابل (پژواک،۱۶ کب ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په کچه ۳۷۰ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نن په یوه ویډیويي کلېپ ویلۍ: «په ژمي کې په سړو سیمو کې د تنفسي ناروغیو ګراف لوړېږي چې له بده‌مرغه دا ګراف سږکال هم لوړ شوی چې ډېری یې ماشومان دي.»

نوموړي ویلي، د مقایسوي سلنې او د روان میلادي کال په جنوري او فبروري میاشتو کې پر دغه ناروغیو د اخته کسانو د مراجعې له مخې، ۳۷۰ زره کسانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې، خو دې برخه کې د مړینې کچه ډېره کمه او حتا راټيټه شوې ده.

شرافت زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه داده چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د ارقامو د ډېرېدو د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر ونیسي او ناروغانو ته معالجوي خدمات وړاندې کړي.

هغه له نورو جزئیاتو پرته وایي: «زموږ روغتیایي خدمات نسبت تېر ته ښه شوي، پرسونل ډېر شوی، روغتیایي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی نو له همدې کبله د مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.»

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه، هر کله چې مو ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته کیږي، ډېر ژر روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړئ؛ ځکه په لومړیو کې د دغې ناروغۍ درملنه اسانه وي که ژر مراجعه و نه‌شي د ماشومانو د مړینې لامل هم کېدای شي.

د ډاکټرانو په خبره، په هر فصل کې انسان پر دغه ناروغۍ اخته کېدلای شي خو په ژمي کې ډېریږي، ځکه هوا ککړیږي او د کور خونې تل بندې وي.

دوی تنفسي ناروغي ساري بولي او وایي چې د ویروسونو او بکتریاوو له امله رامنځته کیږي، ټوخي، تبه، سردردي، د پزې بندېدا، زکام،  د تنفس بندېدا او د زړه بدوالی د دغې نښې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.