منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هېواد

۴۵۲ راپورونه

راپورونه

روغتیا وزارت: دا مهال ټول هېواد کې د ۳۲۰۰ سایټونو له لارې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته خدمات وړاندې کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

غړي

کرنې وزارت: سږ کال به په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږ کال په هېواد کې د تېر کال په پرتله پر شپږ سلنه زیاته ځمکه غنم کرل شوي چې له امله به یې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راشي.

غړي

وروستیو سېلابونو په اوو ولایتونو کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي او نږدې ۸۴۰ کورونه په نیمه او بشيړ ډول ویجاړ شوي دي.

غړي

ډاکټر عبدالله د سېلاب‌ځپلو لپاره د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه

د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلاب‌ځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.

نور راپورونه