Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د وېنزویلا چارواکي وايي، درې امریکایان، دوه اسپانویان او د چک یو وګړی یې په دغه هېواد کې د بېثباتۍ او توطیې خپرولو په تور له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې ۱۱۴ میله سپکې او درنې وسلې، د پرسونل ضد ماینونه او زرګونه بېلابېل ډول مرمۍ کشف او ترلاسه کړي او ورسره په تړاو ۳۰ کسان هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې يې یو هایلکس موټر، څلور کلاشینکوفونه او یوه روسۍ پیکا چې په یوه کور کې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، نیولي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د خوست ځايي مسوولين وايي چې د دغه ولایت استخباراتو د تېرو دوو میاشتو په موده څه باندې ۱۰۰ ميله ناقانونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي ، د اسلامي امارت مشرتابه له غیر مسوولو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو لپاره لازم تدابیر نیول او دا پروسه په جديت سره پر مخ روانه ده.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۲۰ میله ډېر غیرقانوني وسلې او نور تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي چې په څلورو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او زرګونه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي دي.
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ لسګونه میله غیرقانوني پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن